Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

وکیلانو د روسي ژورنالېست ګولونوف د نظر بندۍ پرضد اعتراض کړی

0
د روسي ژورنالېست، ایوان ګولونوف وکیلانو د هغه د قسمي نظر بندۍ پرضد عرض کړی دی.


دا ژورنالېست په روسیه کې ډېر پېژندل شوی دی او د مدوژدا په نوم خبري اژانس ته چې په روسي ژبه له لاتویا فعالیت کوي، څېړنیز رپوټونه جوړوي.


هغه د مخدرو موادو د خرڅولو په جرم په قسمي ډول، دوه میاشتې په خپل کور کې نظر بند شوی دی، خو که محکمه پرېکړه وکړي، د هغه د نظربندۍ موده نوره هم تمدیدلای شي.


ژورنالېست ایوان ګولونوف پرځان لګېدلی تور رد کړی دی.


د هغه وکیل، سرګي بادامشین نن د جون په ۱۱مه وویل چې د ګولونوف د نظربندۍ پرضد یې د مسکو ښاري محکمې ته عرض کړی دی.


په همدې حال کې، یو شمېر روسي ژورنالېستانو، مدني فعالانو او د ژورنالېست ایوان ګولونوف ملګرو په مسکو کې د سوله‌ییز لاریون پرېکړه کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса