Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري محکمې ته وړاندې کړل شو

0
د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري نن د جون پر ۱۱مه د احتساب محکمې ته وړاندې کړل شو.


هغه د لسو ورځو تحقیقاتو لپاره د پاکستان د احستاب ادارې په توقیف کې دی.


د پاکستان د احتساب ملي ادارې پر اصف علي زرداري او د هغه خور فریال تالپور تور لګولی چې ډېرې پېسې یې د جعلي بانکي حسابونو له لارې خپل شخصي شرکت ته لېږدولي دي.


فریال تالپور نه‌ده نیول شوې، خو د هغې ضمانت پرون رد شو.


د پاکستان د خلکو ګوند یا د پاکستان پيپلز پارټي پلویانو نن د هغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې وړې – وړې مظاهرې وکړې.


زرداري به د جون په ۲۱مه بیا محکمې ته حاضر شي.


د پاکستان د احتساب ملي ادارې د اداري فساد په جلا مسئله کې نن د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشریف وراره، حمزه شهباز هم نیولی دی.


پخوانی صدراعظم نواز شریف هم په زندان کې دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса