Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د کرکټ ملي لوبغاړو ته د استوګنې کورونه تسلیم شول

0
د افغانستان حکومت د کرکټ ملي لوبغاړو ته د استوګنې کورونه تسلیم کړل.


د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوه کوټو لرونکي دا اپارتمانونه په ۱۳۹۲ لمریز کال کې هغه مهال د ولسمشر له لوري منظور شوي وو چې افغان لوبډله د شل اورونو د ۲۰۱۴ نړیوال جام سیالیو ته لاره موندله.




د خبرپاڼې په حواله د کورونو ساختماني چارې د څو کلونو په موده کې د ښار جوړولو د وزارت له لوري پای ته ورسېدې چې نن د ېوې غونډې پرمهال د کرکټ د ملي لوبډلې ۱۷ حاضرو لوبغاړو ته يې کیلۍ وسپارل شوې.


په خبرپاڼه کې راغلي چې پاتې لسو لوبغاړو ته چې اوس مهال په نړیوال جام سیالیو کې لوبېږي د سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به ورته کورونه تسلیم شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса