Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

څېړنه: افغانستان د امنيت له اړخه په وروستي کتار کې راغلى

0
په يوه نوې څېړنه کې افغانستان د امنيت له اړخه تر ټولو په وروستي کتار کې راغلى دى.


د سولې په کلني نړيوال فهرست کې چې نن خپور شوى ايسلنډ د يوولسم کال لپاره تر ټولو امن هېواد ياد شوى دى.


دغه څېړنه وايي، په تېرو پنځو کلونو کې نړۍ د اول وار لپاره «لږه نوره» هم سوله‌ييزه بلل شوې ده.


خو څېړنه وايي، په تېرو څه باندې لسو کلونو کې په منځني ختيځ کې د شخړو، د ټرورېزم د زياتوالي، د کډوالو د زياتېدو او نورو عواملو له مخې نړۍ يوڅه ناامنه ګڼل شوې ده.


په اسټراليا کې د اقتصاد او سولې څېړنيز انسټيټيوټ د سولې په کلني نړيوال فهرست کې سږکال افغانستان د سوريې پرځاى په وروستي کتار کې راوستلى دى.


که له يوې خوا د افغانستان د ١٨ کلنې جګړې د حل لپاره د سولې هڅې چټکې شوي، وسله‌والو طالبانو نږدې هره ورځ پر افغان امنيتي ځواکونو او ملکيانو خپلو حملو ته دوام ورکړى دى.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса