Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

ولسمشر غني: د سولې په اړه رغوونکي بحثونه روان دي

0
د افغانستان ولسمشر وايي، د افغانستان، د امريکا متحدو ايالاتونو او اروپايي ټولنې ترمنځ د سولې په اړه رغوونکي بحثونه روان دي.


محمد اشرف غني دا څرګندونې نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد سره په کتنه کې وکړې.


د جمهوري رياست د اعلاميې په حواله، ولسمشر غني ويلي چې جرمني به د سولې په مسئله کې د اسانتيا برابروونکي نقش ولوبوي.


په وروستيو کې جرمني د بين الافغاني خبرو د کوربه‌توب لپاره چمتووالى ښوولى و.


د اعلاميې په حواله، ولسمشر غني ويلي د افغانستان حکومت د سيمه‌ييزې اجماع د ايجاد لپاره عملي پروګرامونه لري چې په عملي کولو سره به يې دغه اجماع لا پياوړې شي.


زلمي خليل‌زاد ويلي، د افغانستان د سولې په مسئله کې د سيمې د هېوادونو نقش مهم دى.


زلمى خليل‌زاد چې تر اوسه يې ٦ وارې په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلي، د افغانستان سيمې او اروپا په اووم سفر وتلى دى.


هغه تردې مخکې په بلجيم، تر هغه وړاندې په جرمني او بيا په پاکستان کې د افغانستان د سولې پر مسئله له چارواکو سره خبرې کړي دي.


په پام کې ده د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى خليلزاد به متحده عرب اماراتو او قطر ته هم لاړ شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса