Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

جاپان: هيله لرم د واشنګټن-تهران د کړکېچ کمولو کې همکاري وکړم

0
د جاپان صدراعظم شينزو ابه چې ايران ته روان دى وايي، هيله لري د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې همکاري وکړي.


تمه ده شينزو ابه ايران ته د خپل سفر پر مهال له ولسمشر حسن روحاني او د ايران له رهبر ايت الله علي خامنه‌اي سره وګوري.


په تېرو څه باندې ٤٠ کلونو کې ابه د جاپان لومړى برحال صدراعظم دى چې ايران ته سفر کوي.


وروسته له هغې چې د امريکا متحدو ايالاتونو د ٢٠١٥میلادي له اټمي تړون څخه د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيا لګولو اعلان وکړ، د واشنګټن او تهران ترمنځ اړيکې ترينګلې شوي دي.


له توکيو تر روانېدو مخکې د جاپان صدراعظم شينزو ابه وويل:"جاپان غواړي په منځني ختيځ کې د سولې او ثبات لپاره هره ممکنه هڅه وکړي."


د شينزو ابه تر سفر مخکې د ايران ولسمشر حسن روحاني د کابينې غونډې ته وويل، پر ايران د امريکا متحدو ايالاتونو فشار تر ټولو لوړ حد ته رسېدلى دى.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса