Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

مسکو کې پوليسو په لسګونو لاريون کوونکي نيولي

0
د روسيې په پلازمېنه مسکو کې نن د چهارشنبې په ورځ د نيول شويو مظاهره چيانو شمېر تر ٢٠٠ واوښت.


دغه کسان پر چارواکو د فشار راوستلو لپاره په لاريون راوتلي وو، څو د ايوان ګولونوف په نوم تحقيقاتي خبريال خوشې کړي.


دغه خبريال د مخدره موادو په تړاو نيول شوى، هغه قضيه چې د ده پلويان يې جعلي ګڼي.


د مسکو په مرکزي برخه کې نن د لاريون پر مهال د نيول شويو کسانو په منځ کې د اپوزيسيون مشر الکسي ناوالني او ګڼ ژورنالېستان شامل دي.


د مسکو پوليس وايي، په دغو مظاهرو کې شاو خوا ١٢٠٠ کسانو برخه اخېستې وه چې تر ٢٠٠ زيات يې په داسې عامه جلسه کې د برخې اخېستو له کبله نيول شوي چې د ښار چارواکو يې اجازه نه وه ورکړې.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса