د کرکټ په نړیوال جام کې هند او نیوزیلنډ سره لوبېږي
نیوزیلنډ تر اوسه درې لوبې کړې دي، درې سره یې ګټلې دي او د دغو یو ورځنیو لوبو د جدول په سر کې دی.
هند دوه لوبې کړي دي او دواړه یې ګټلې دي.
په انګلستان او ویلز کې د دې یو ورځني نړیوال جام لوبو په ترڅ کې پرون د چهارشنبې په ورځ اسټرالیا د پاکستان ملي تیم ته د ۴۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان لوبه د شنبې په ورځ له جنوبي افریقا سره ده.
