Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

اشرف غني د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه کې ګډون کوي

0
تمه ده چې د شانګهای د همکاریو سازمان په ۱۸مه سرمشریزه کې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر سوله او اقتصاد خبرې وشي.


دا دوه ورځنۍ غونډه د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې نن د پنجشنبې په ورځ پیلیږي.


د دې غونډې په اړه د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل: "تمه ده چې نن ولسمشر د یوه پلاوي په مشرۍ د شانګهاي سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره قرغزستان ته ولاړ شي. ولسمشر به په‌دې غونډه کې وینا وکړي او د یو شمېر هېوادو له مشرانو سره به چې په‌دې غونډه کې یې برخه اخېستې ده خبرې وکړي."


قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، هند، پاکستان، چین او روسیه د دې سازمان دایمي غړي هېوادونه دي او افغانستان، ایران، بېلاروس او منګولیا د دې سازمان څارونکي غړي دي.


د شانګهای سازمان تېره سرمشریزه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса