Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

هالنډ د اوبو بندونو د طرحو په برخه کې افغانستان سره همکاري کوي

0
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې هالنډ د افغانستان د اوبو د مدیریت او د کوچنیو او سترو اوبو بندونو د طرحو د جوړولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي.


له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ ناوخته په همدې اړه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هالنډ د شاهي هېواد له پلاوي سره چې د دغه هېواد د اوبو متخصصین هم په‌کې وو، د افغانستان د اوبو د مدیریت په اړه خبرې وکړې.




په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني په‌دې ليدنه کې له اوبو څخه د ګټې اخېستنې او د تجربو شریکولو په برخه کې د هالنډ د همکاریو یادونه وکړه او ويې ویل چې اوس د تخصصي بحثونو لپاره زمینه برابره شوې ده.


د خبرپاڼې په حواله ولسمشر غني د اوبو د مدیریت او استفادې په برخه کې د هالنډ د بریالیو تجربو یادونه وکړه او ويې ویل، افغانستان اړتیا لري په یادو برخو کې اساسي ظرفیت جوړونه وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса