Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

ډونالډ ټرمپ به په جاپان کې له ولسمشر پوتین سره وګوري

0
د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به د روانې میاشتې په پای کې په جاپان کې د پرمختللو جي شل ډلې د هېوادونو په سرمشریزه کې وګوري.


که څه هم کرملین تر اوسه نه‌ده تأیید کړې چې د دې کتنې لپاره یې د واشنګټن بلنه ترلاسه کړې، خو ټرمپ له پوتین سره د کتنې خبره پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وکړه.


دغه څرګندونې د دواړو مشرانو د کتنې په اړه د ابهام وروستۍ بېلګه ده.


ټرمپ تېره میاشت د جي شل په سرمشریزه کې له پوتین سره د لیدو خبره کړې، خو کرملین هغه مهال ویلي و چې د دواړو مشرانو د مخامخ کتنې په اړه کومه موافقه نه‌ده شوې.


وروستۍ ځل ټرمپ او پوتین د ۲۰۱۸ میلادي کال په جولای کې د فنلنډ په پلازمېنه هلسنکي کې سره کتلي و.


پر دغې دوه ساعته کتنې چې د معمول خلاف نه د ټرمپ نور همکاران او نه هم نوټ اخېستونکي په‌کې وو، د هغه د مخالفینو له‌خوا سخت انتقاد شوی و.


د کرملین ویاند دمیتري پسکوف د روسیې دولتي خبري اژانس تاس ته ویلي چې کرملین ته تراوسه دا نه‌ده تأیید شوې چې دواړه مشران دې د جاپان په اوساکا ښار کې چې د جون په ۲۸مه او ۲۹ مه به د دې سرمشریزه کوربه وي، مخامخ کتنه ترسره کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса