Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

اردوغان: امریکا قانع کوم څو دې انقرې پر وړاندې له ګواښه په شا شي

0
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هیله مند دی چې متحدو ایالاتونو ته به قناعت ورکړي چې د انقرې په وړاندې له کړې ګواښه په شا شي.


واشنګټن ګواښ کړی چې که ترکیه له روسیې د هوایي مدافعې د پرمختللو توغندیو د پیرلو پریکړه بدله نه‌کړي، انقره به د «F-35» جنګي الوتکو له پروګرامه بهر کړي.


اردوغان پرون د چهارشنبې په ورځ وویل، دی لېواله دی چې پر دې مسئلې به سبا یعنې نن پنجشنبې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفون خبرې وکړې او هغه به قانع کړي چې له دغه اوسني وضعیته چې رامنځته شوی، بېرته پخواني حالت ته چې دوی پیل کړی و، ور وګرځي.


ټاکل شوې چې اردوغان د روانې میاشتې په پای کې په جاپان کې د شلو پرمختللو هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنګ کې له ټرمپ سره وګوري.


متحدو ایالاتونو ترکیې ته د جولای تر۳۱مې پورې وخت ورکړی چې له روسیې څخه د هوایي مدافعې د «اېس ۴۰۰» توغندیو د پېرلو معامله لغوه کړي که نه د «اېف ۳۵» جنګي الوتکو د تولید په پروژه کې به له کار کولو بې برخې شي.


انقره په عین حال کې په پام لري چې د خپل پوځ لپاره سل دغه جټ الوتکې وپېري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса