Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

ولسمشر غني د شانګهای په سرمشریزه کې د هند له صدراعظم سره ګوري

0
ټاکل شوې ده ولسمشر محمد اشرف غني نن د پنجشنبې په ورځ د هندوستان له صدراعظم ناریندر مودي سره د شانګهای همکاریو سازمان په څنډه کې وويني.


افغان ولسمشر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د قرغزستان پلازمینې بشکیک ته رسېدلی دی.


نن د جمهوري ریاست څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر غني به په‌دې غونډه کې د خبرو تر څنګ د دې سازمان د غړیو هېوادونو له مشرانو سره ویني.


تمه ده چې د شانګهای د همکاریو سازمان په ۱۸مه سرمشریزه کې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر سوله او اقتصاد خبرې وشي.


دا دوه ورځنۍ غونډه د قرغزستان په پلازمینه بشکیک کې نن پیلېږي.


قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، هند، پاکستان، چین او روسیه د دې سازمان دایمي غړي هېوادونه دي او افغانستان، ایران، بېلاروس او منګولیا د دې سازمان څارونکي غړي دي.


د شانګهای سازمان تېره سرمشریزه د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса