Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د بریتانيې د کورنیو چارو وزیرد اسانج په لاس ورکولو امر لاسلیک کړی

0
د بریتانيې د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوېد بي بي سي خبري رسنۍ ته ويلي چې امریکا ته د ويکي‌لیکس د بنسټ ايښودونکي جولیان اسانج په لاس ورکولو امر یې لاسلیک کړی دی.


جاوېد وویل چې امريکا ته د اسانج د ایستلو اخري پرېکړه به د جون په ۱۴مه په يوه بریتانوۍ محکمه کې وشي.


اسانج په امريکا کې په اتلسو مواردو د محرمو معلوماتو په خپرولو او د امریکا د پوځ له پخواني قراردادي چلسي ماننګ سره یو ځای د امريکا د دفاع وزارت د یوه پاسورډ په لټولو تورن دی.


د امريکا د عدليې وزارت له‌خوا په‌دغو تورونو کې په قانون کې د جاسوسۍ اړوندې مادې له مخې تورونه شامل دي.


۴۷ کلن اسانج د اپرېل په ۱۱مه نېټه په لندن کې د اکواډور له سفارته وایستل شو چېرته چې دی له ۲۰۱۲میلادي کال راهیسي د پناه غوښتنه کړې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса