Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

چارواکي: د پکتيا په مرکز کې د جنايي پېښو د مخنيوي پلانونه سنجول شوي

0
د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې په مرکز ګردېز کې د جنايي پېښو د مخنيوي لپاره ځيني پلانونه سنجول شوي دي.


تر دې مخکې د پکتيا اوسېدونکو شکايت کړى و چې په مرکز ګردېز کې د انسان تښتونې، ترور، غلچکي بريدونو، غلا او شوکو پېښې زياتې شوې دي.


د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم ازادي راډيو ته وويل، د پوځي شورا د پرېکړې له مخې د امن د ښه والي لپاره ځينې پرېکړې شوې دي.


ده زیاته کړه چې يو څه پېښې چې په وروستيو کې د موټرسايکل په واسطه ترسره کېدې، د نظامي شورا د پرېکړې په اساس موټرسايکلونه په ټوليز ډول بند شول، موږ يو منظم پلان لرو چې يو ميکانيزم جوړ شي چې د پېښو مخه هم ونيول شي او په ښار کې ستونزې هم پيدا نه شي.


په ګردېز کې د ازادي راډيو خبريال وايي، په دغه ښار کې د زياتو جنايي پېښو مسؤليت چا نه دى اخيستى.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса