Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

سره مياشت په داخلي روغتونو کې ١٤١ ماشومان تداوي کوي

0
د افغانستان د سرې مياشتې ټولنه وايي چي په داخلي روغتونو کې ١٤١ هغه ماشومان تداوي کوي چې د زړونو د سوري په ناروغۍ اخته دي.


دې ټولنې نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه ماشومان به د افغانستان د خپلواکۍ د بيا ګټلو د سلمې کليزې په مناسبت په وړيا ډول تداوي شي.


د سرې مياشتې ټولنه وايي، له ٢٠٠٨ میلادي کال راهيسې د زړه په ناروغۍ اخته نږدې ١٦٠٠٠ ماشومان راجستر شوي چې له دې جملې ٩٠٠٠ يې تداوي شوي او ٦٧٠٠ نور درملنې ته انتظار دي.


د افغانستان روغتيايي چارواکي وايي، په بارودو د ککړې هوا تنفس کول او د اميندوارۍ پر مهال د ميندو بې پروايي د زړه په سوري د ماشومانو د اخته کېدو عمده علتونه دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса