Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

جرمني یوه ډله نور افغان پناه غوښتونکي هم افغانستان ته راستنوي

0
یو افغان چارواکى وايي چې جرمني په پام کې لري چې يوه ډله نور افغانان هم چې په دغه هېواد کې يې د پناه غوښتنه رد شوې، بېرته افغانستان ته راولېږي.


د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت يوه چارواکي د جرمني خبري اژانس ته ويلي، په پام کې ده چې د دغو پناه غوښتونکو الوتکه د سې شنبې په سهار د کابل پر نړيوال هوايي ډګر کېني.


د اژانس په حواله، دا به د ٢٠١٦ میلادي کال له ډېسمبر راهيسې ٢٥مه ډله افغانان وي چې له جرمني افغانستان ته رالېږل کېږي.


په تېرو ٢٤ الوتنو کې ټولټال ٥ سوه ٨٩ افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته راستانه کړاى شوي دي.


افغانستان ته د دغو افغانانو ستنول يوه جنجالي موضوع ده.


انتقاد کوونکي وايي، په افغانستان کې لا هم جګړې روانې دي، د هغو پناه غوښتونکو لپاره هم خطرناک دى چې بېرته راستنول کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса