Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د طالبانو له بنده ازاد شوي کسان د طالبانو له ناوړه چلنده شکایت کوي

0
په کندز کې د طالبانو له زندانه ازاد شوي بندیان شکایت کوي چې د طالبانو له خوا له دوی سره غیر انساني او ناوړه چلند شوی دی.


په دې وروستیو کې یو شمېر ملکي وکړي او دولتي کارکوونکي د کومانډو ځواکونو په ځانکړو عملیاتو کې د کندز ولایت په اقتاش ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له یوه زندانه خوشې شوي چې د دغې ډلې له لوري ورسره د غیر انساني چلند خبره کوي.


دوی زیاتوي چې د بند پرمهال د وسله والو طالبانو له خوا شکنجه شوي، وږي ساتل شوي او دومره سخت وهل شوي چې اوس سم ګرځېدی نشي.


د کندز والي عبدالجبار نعیمي له ازادي راډیو سره د خبرو پرمهال وویل چې له دوی دوه تنه دولتي کارکوونکي دي او پاتې ۱۱ یې ملکي وګړي دي چې په بېلابېلو تورونو د طالبانو له خوا بندیان شوي وو.


بل خوا ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، د دغې ډلې له خوا د بندیانو شکنجه کول ردوي.


په دې وروستیو کې افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو له زندانونو د بندیانو د خوشې کولو په هدف پوځي عملیاتو ته زور ورکړی چې په پایله کې یې سلګونه بندیان د طالبانو له زندانونو ژغورل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса