Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

په ارزګان کې ځينو ځایي اوسېدونکو د لاریونونو خبرداری ورکړ

0
د ارزګان ولایت یو شمېر خلکو نن په مرکز ترینکوټ ښار کې د حکومت له خوا د دوو پخوانیو قوماندانانو په نیولو اعتراض وکړ.


د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې، د دغو کسانو شمېر شااوخوا دوه سوه تنو ته رسېده او د ولایت په انګړ کې یې اعتراضي ناسته کړې وه.


دوی ټینګار کاوه چې د ارزګان د امنیت پخوانی امر نورزی او په دغه ولایت کې د لویو لارو پخوانی قوماندان غلام دستګیر الماس باید بېرته خوشې شي.


د ارزګان ولایت او امنیه قومانداني په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.


د ارزګان یوې باوري امنیتي سرچینې تأیید کړې چې د ارزګان د امنیت پخوانی امر نورزی یې له شپاړسو وسله والو کسانو سره یوځای پرون نیولی دی.


پر نورزي او غلام دستګیر الماس د غیر مسؤلو وسله والو د لرلو او د وسلو د ساتلو تورونه دي.


د لویو لارو د پخواني قوماندان غلام دستګیر الماس د نیولو پر مهال امنیتي ځواکونو یو نیم کانټینر بېلابېلې وسلې هم ضبط کړې دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса