Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

چارواکي: د قره‌قل د پوستکي د پروسس برخه کې یوه فابریکه کار کوي

0
د افغانستان د قره قل د پوستکې اداره وایي، اوس‌مهال د ټول هېواد په کچه د دغه پروسس په برخه کې یوازې یوه فابریکه کار کوي او نورې فابریکې سقوط شوي دي.


د دغې ادارې مشر محمد عارف نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې د قره قل د پوستکي د کموالي له امله د دغه فابریکو کار په ټپه ولاړ دی:"سږکال ښایي یوازې اویا زره جلده د قره‌قل پوستکي تولیدات ولرو، لامل یې هم دا دی چې غوښه ګرانه شوې او مالداران خپل مالونه نه ذبح کوي، نو زموږ په کاروبار یې سیورۍ غوړولی دی."


د ښاغلي عارف په خبره، تېرکال له ټول هېواده شاوخوا دوه سوه زره جلده د قره قل پوستکي راټول شوي وو.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса