Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

ولسمشر غني په مانچستر کې د افغان کرکټ لوبډلې سیالۍ ګوري

0
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د انګلستان په مانچستر ښار کې د انګلستان د کرکټ له لوبډلې سره سیالي لري.


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړو په مانچستر کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د نننۍ سیالي لپاره ښه ځانونه تیار کړي دي. 


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې د بریتانیې د حکومت په بلنه هغه هېواد ته تللی، نن په مانچستر کې د افغانانو د لوبې سیل ته ناست دی.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې شنبې په ورځ د هند د کرکټ له لوبډلې او د دوشنبې په ورځ به له بنګله دېش سره مخامخ شي.


د کرکټ د نړیوال جام لپاره سږکال دا سیالۍ په انګلستان او وېلز کې کېږي.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر اوسه خپلې ټولې مسابقې بایللي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса