Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د بغلان په چشمه شېر سیمه کې د تېلو دوه ټانکرونه سوځول شوي

0
د بغلان په چشمه شېر سیمه کې د تېلو دوه ټانکرونه نن د جون په اتلسمه، سوځول شوي دي.


د بغلان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر، نقیب الله یوسفي د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې پردې ټانکرونو له لېرې ډزې شوې وې.


په پېښه کې چا ته د سر زیان نه دی په کې رسېدلی.


یوسفي وویل چې دا کار د وطن دښمنانو کړی او د کومې ځانګړې مخالفې ډلې نوم یې نه‌دی اخېستی.


چشمه شېر د کابل او بلخ پر لویه لاره پرته سیمه ده.


د ازادي راډیو خبریال وايي چې د دې سیمې ځينې برخې د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي او د تېلو پر موټرو وخت نا وخت داسې حملې او غلاوې کېږي.


د پېښې مسئولیت چا نه‌دی اخیستی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса