Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

ولسمشر ټرمپ ټاکنو ته کمپاین پیل کړ

0
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ میلادي کال ولسمشرۍ ټاکنو ته خپل کمپاین په رسمي توګه پیل کړ.


هغه د کمپاین پیل کې ډموکراټان د هېواد په ورانولو تورن کړل.


ټرمپ همدارنګه د ده په خبره په جعلي خبري رسنیو هم ګوزار وکړ.


د امریکا ولسمشر پرون فلوریډا ایالت ته تللی و او په اورلاندو کې یې خپلو پلویانو ته وویل چې په ډموکراټ ګوند کې یې مخالفین او سیالان د ده په خبره: «لکه څنګه چې پوهېږو د دې نیت لري څو هېواد له‌منځه یوسي او داسې به هیڅکله ونه شي.»


دی وايي: "هېڅ کومه خبره نه‌ده هغوی چې هر لفظ کاروي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې هر کوم ډموکراټ ته رایه ټولنیزې تُندلارۍ او د امریکايي هیلو ورانۍ ته رایه ده."


فلوریډا د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په کمپاین کې یو مهم ایالت بلل کېږي.


له جمهوري غوښتونکو ګونده د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوماندي ډېره ممکنه ده خو له ډموکراټ ګونده د هغه سیال لا معلوم نه‌دی.


شاوخوا شلو تنو په ډموکراټ ګوند کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره زړه ښه کړی خو ویل کیږي چې تر اوسه د امریکا د پخواني ولسمشربارک اوباما مرستیال جوبایډن د ډموکراټ ګوند دننه د نورو کاندیدانو په نسبت مخکې دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса