Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د روسیې پولیسو د یوه کریمیايي فعال او دده د مور کورونه تلاشي کړي

0
پولیسو د روسیې تر کنټرول لاندې په کریمیا سیمه کې د یوه کریمیايي تاتار فعال او د هغې د مور کورونه تلاشي کړي دي.


دا د ترک‎ژبو کریمیايي تاتارانو د ټولنې د غړو پر ضد د روسي چارواکو د روانو ځپونکو عملیاتو لړۍ بلل کېږي.


د کریمیایانو پیوستون حقوقي ډلې چې په کریمیا او د اوکراین په نورو سیمو کې غړي لري، ویلي چې روسي پولیسو او امنیتي افسرانو د جون په ۱۹مه د کریمیا د مرکزي ولایت بیلوهیرسک په ساري سو کلي کې د اکست ژاندژاکوف او د هغه د مور کورونه تلاشي کړي دي.


دغه حقوقي ډله د ژاندژاکوف د خپلوانو په حواله وايي چې دی د تلاشۍ پر مهال په کور کې نه‎و.


هغه مهال دا روښانه نه‎شوه چې ولې د هغوی کورونه تلاشي شول او اړوندو روسي چاراکو هم په دې اړه نظر نه‎دی څرګند کړی.


د تلاشۍ دغه عملیات یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې په روسیه کې یوې محکمې پنځه تنه کریمیايي تاتاران په حزب‎التحریر اسلامي ډله کې د غړیتوب په جرم له ۱۲ تر ۱۷ کلونو په بند محکوم کړل.


پر حزب‎التحریر ډلې په روسیه کې بندیز دی، خو اوکراین کې ازاده ده.


له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې روسیې په غیر قانوني توګه د کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړې ده، د دغه هېواد چارواکو لسګونه کریمیايي تاتاران په حزب‎التحریر ډله کې د غړیتوب په تور څارلي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса