Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

"م.م" کې د افغانستان استازې: سولې لپاره د افغان حکومت هوډ صاف دی

0
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز ویلي، افغان حکومت د نږدې ۹۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو سره د سولې لپاره خپله ژمنتيا پر ډاګه کړه.


مېرمن راز د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر طالبانو انتقاد وکړ چې د دې په خبرې سولې ته متعهده نه‌دي.


د افغانستان انتخابات او بشري حقونه د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې یاد شول خو ډېر تمرکز پر سوله وو.


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز د سولې لپاره د افغان حکومت د ژمنتیا ډاډ ورکړ: "د سولې لپاره د افغان حکومت هوډ صاف او صادقانه دی. دا کار یې د سولې مشورتي جرګې د غوښتنې پر اساس له اختر وروسته د ۹۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو او د اعتماد جوړونې په خاطر وکړ، خو د طالبانو له لوري پورته شوي ګامونه متاسفانه د سولې لپاره ان یو وړوکی تعهد هم نه ښکاره کوي."


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو هم له طالبانو وغوښتل چې بین الافغاني خبرو ته دې چمتو شي.


طالبان له افغان حکومت سره خبرې نه‌کوي، خو ویلي يې دي چې امریکایان حاضر دي له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.


اخوا د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، څو چې په ټولو مواردو موافقه نه‌وي شوي په هېڅ شي موافقه نه کیږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса