Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

امریکا: ایران په نړیوال هوايي حریم کې یوه بې‌پیلوټه الوتکه ویشتلې

0
امريکایي چارواکو تأيید کړه چې د ایران له ځمکې هوا ته ويشتونکي توغندي په نړيوال هوايي حریم کې یوه بې‌پيلوټه الوتکه ویشتلې ده.


د رسنیو راپور وايي، دا الوتکه نظامي وه او د هُرمز تنګي په هوايي حریم کې ویشتل شوې ده.


رسنيو د امريکايي سرچینو چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی، له قوله لیکلي چې د امریکايي قواوو یوه بې‌پیلوټه الوتکه نن پنجشنبه ویشتل شوې.


راپورونو مخکې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب له قوله ویلي و چې د یوې امریکايي بې‌پيلوټه الوتکې د ویشتلو ادعا یې کړې وه.


دوی ویلي و چې دا پېښه د ایران په جنوبي ولایت هُرمزګان کې شوې، خو امریکايي سرچينو ويلي چې الوتکه د ویشتل کېدو پر مهال په نړيوال هوايي حریم کې وه. 


د دې الوتکې د ویشتل کېدو خبر په‌داسې حال کې دی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ وضعیت په‌دې وروستیو کې نور هم ترينګلی شوی او په سیمه کې د وسله‌والې جګړې بېره راپورته شوې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса