Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

افغانستان ته د امريکا سفیر پارلمان کې د شخړو په اړه اندېښمن دی

0
افغانستان ته د امريکا سفیر د افغانستان په پارلمان کې د شخړو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.


جان بس د چهارشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې د پارلمان وکیلان باید د اساسي قانون له مخې خپله دنده تر سره کړي.


دا په‌داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ هغه ادعا رد کړه چې وايي، ولسمشر به ډېر ژر د ولسي جرګې د لانجو قضیه سترې محکمې ته وسپاري.


مخکې یوه چارواکي چې نه‌يې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ویلي و، که په راتلونکو څو ورځو کې د ولسي جرګې غړي د نوي رئیس د ټاکلو پر سر ستونزې حل نه‌کړي، ولسمشر به دا قضیه سترې محکمې ته وسپاري.


د ولسمشر وياند هارون چخانسوري ازادي راډيو ته وويل: "ولسي جرګه د خپلې دندې د اصولو له مخې باید رامنځته شوې ستونزې حل کړي او ولسمشر او ستره محکمه به په دې خبره کې کار نه‌لري."


د ولسي جرګې غړو شاوخوا ۴۰ ورځې وړاندې د دې جرګې د نوي رئیس ټاکلو لپاره رأی ورکړې چې په نتيجه کې يې میر رحمان رحماني د مؤقت رئیس په توګه اعلان شو.


خو د رحماني سیال کمال ناصر اصولي تر اوسه دا اعلان نه‌دی منلی او د دواړو لورو د پلویانو ترمنځ اختلافات تر فزیکې شخړو رسېدلي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса