Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د قرغزستان چارواکي د «ترکي خوږو» په نوم د هیروئینو قاچاق څېړي

0
د قرغزستان چارواکو د «ترکي خوږو» په نوم د هیروئینو د قاچاق په اړه تحقیقات پیل کړي دي.


د جرمني او پولنډ پر پوله د ګمرک چارواکو په یوه لارۍ کې ۶۷۰ کیلو ګرامه هیروئین وموندل چې د بشکیک مېشتي شرکت له‌خوا بلجیم ته وړل کېدل.


د قرغزستان د کورنیو چارو وزارت نن پنجشنبې وویل چې یوه ښځه چې د الیت شوکو په نوم شرکت څېښتنه ده، د دې قضيې په تړاو د پلټنو لپاره ور غوښتل شوې ده.


د دې هېواد رسنيو د یادې ښځې نوم عایده جولدوشیوا ياد کړی دی.


د سې شنبې په ورځ د جرمني د ګمرک پولیسو وويل چې قاچاق وړونکو غوښتل هيروئین د ترکي خوږو په نوم تېر کړي.


دا په جرمني کې نيول شوي تر ټولو لوی مقدار هیروئين دي چې ارزښت یې ۵۶ میلیونه ډالر اټکل شوې ده.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса