Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

نیویارک ټایمز: ټرمپ پر ایران تأیید کړی برید ناڅاپه لغوه کړ

0
نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران له خوا د امریکايي بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو په ځواب کې پر دې هېواد پوځي بریدونه تأیید کړي وو، خو زیاتوي چې وړمه شپه یې په ناڅاپي توګه بېرته لغوه کړل.


د امریکا دا معتبره ورځپاڼه وايي، په سپینه ماڼۍ کې د سختو بحثونو او خبرو وروسته پوځي او ډیپلوماتیکو چارواکو پرون تر ناوخته پورې د دې بریدونو د ترسره کېدو تمه درلوده.


نیویارک ټایمز دا راپور د څو داسې امریکايي چارواکو په حواله ورکړی چې یا یې په دې خبرو کې برخه لرله او یا پرې خبر شوي وو.


ورځپاڼه زیاتوي: په دې خبرو او بحثونو کې د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت لوړپوړي چارواکي او د کانګرس مشران ښکېل وو.


چارواکو ویلي، ولسمشر ټرمپ په پیل کې د رادار او د توغندیو د بیټریو په شمول پر څو ایراني اهدافو پوځي بریدونه تأیید کړي وو.


په راپور کې دا هم ویل شوي چې دا بریدونه د جون د یووشتمې نېټې یعنې نن ورځ له سپیده داغ مخکې پلان شوې وو، څو د ایران د پوځي پرسونل او ولسي خلکو مرګ ژوبله کمه کړای شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса