Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

امریکا خپلې هوايي الوتنې د ایران د یوې برخې پر فضا منعه کړي

0
د امریکا د هوايي چلند ادارې د دې هېواد د هوايي شرکتونو الوتنې د ایران د یوې برخې پر فضا منعه کړي دي.


د امریکا د ملکي هوايي چلند چارواکو د یو بېړني خبرداري په خپرولو د ایران د اوبو له پاسه د امریکايي هوايي شرکتونو الوتنې منعه اعلان کړې.


دا ګام وروسته له هغې اخیستل کېږي چې ایران د امریکا یوه بې پیلوټه څارونکې الوتکه نسکوره کړه.


د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل، د دې هېواد د هوايي شرکتونو الوتکې دې د هُرمُز پر تنګي او د عمان د خلیج پر اوبو الوتنې نه کوي.


د دې ادارې په وینا، دوی په سیمه کې د پوځي ستونزو په اړه اندېښنه لري چې د ملکي هوايي چلند د ګڼې ګوڼې یو مسیر ته نږدې دي.


د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې ویلي، کله چې ایران د امریکا ګلوبل هاک بې پیلوټه الوتکه له ځمکې د توغندي په وسیله وویشته، ورته نږدې ملکي الوتکه په اتیا کیلومترۍ کې الوته.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса