Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

افغان ولسمشر پايلوبې ته د لارموندنې لپاره د فوټسال ټيم هڅې ستايلي

0
د افغانستان ولسمشر پايلوبې ته د لارموندنې لپاره د فوټسال ټيم وروستۍ برياوې وستايلې.


د فوټسال تر شلو کلونو د کم عمره لوبغاړو ټيم د اسيايي لوبو په لړ کې د اول وار لپاره پايلوبې ته لار پيدا کړه.


دغه ټيم د پنجشنبې په ورځ اندونيزيا ته څلور د درېيو په مقابل کې ماته ورکړه او پايلوبې ته ووت.


جمهوري رياست وايي، ولسمشر محمد اشرف غني پرون د فوټسال لوبډلې له روزونکي عبدالرزاق ممرک سره ټيليفوني خبرې وکړې او د دغه پرمختګ مبارکي يې ورکړه.


د فوټسال ټيم روزونکي عبدالرزاق ممرک د فېسبوک پر پاڼه په خپل ويډيويي پيغام کې وويل: که څه هم زموږ لوبغاړو په بدني او د جسماني ځواک په لحاظ ستونزې درلودې، خو موږ تر خپل توان زياته هڅه وکړه، دا ژمنه کوو چې په پايلوبه کې به د خپل افغاني عزت او غيرت د دفاع لپاره ميدان ته ووځو.


د افغانستان د فوټسال تر شلو کلونو کم عمره لوبغاړي به سبا شنبه د جاپان له لوبډلې سره پايلوبه يا فاينل مسابقه وکړي.


دا سیالۍ د ایران په کوربه توب په تبریز ښار کې روانې دي.


افغانستان د اندونيزيا تر څنګ، ټايلند او هانک کانګ ته هم ماتې ورکړې، يوازې يې له ايرانه په لږ توپير ماته خوړلې ده. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса