Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

ایران: د امریکا د ویشتل شوې بې پیلوټه الوتکې د سرغړونې شواهد لرو

0
د ايران حکومت وايي، کره شواهد لري چې ښيي د امريکا هغه څارونکې بې پېلوټه الوتکه چې پرون د تهران له خوا ويشتل شوې، د ايران له هوايي حريم څخه سرغړونه کړې وه.


د ايران د بهرنيو چارو وزارت نن په يوه اعلاميه کې دا خبره په داسې حال کې وکړه چې تر دې څو ساعته مخکې د امريکا رسنيو راپور ورکړ چې ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ايران ځوابي پوځي حملې تصويب، خو وروسته بېرته لغوه کړلې.


د امريکا پوځ وايي، بې پېلوته الوتکه يې چې ارزښت يې ١٦٠ ميليونو ډالرو ته رسېږي، په نړيواله هوايي فضا کې پر هرمز تنګي الوتنه کوله چې د ايران له ځمکې څخه هوا ته د ويشتل کېدونکي ميزائيل له خوا نسکوره کړاى شوه.


خو د ايران سپاه پاسداران انقلاب وايي، د امريکا يوه جاسوسي بې پېلوټه الوتکه يې ويشتلې ده چې خپله د تعقيب کېدلو وسيله يې مړه کړې وه او د ايران د جنوبي ولايت هرمزګان پر فضا يې الوتنه کوله.


دغه ځواک وايي، دغه الوتنه د ايران پر سرې کرښې په څرګنده يو تېرى و.


د ايران د بهرنيو چارو وزارت نن په خپله اعلاميه کې ويلي چې د دې بې پېلوټه الوتکې ځينې ټوټې د ايران د قلمرو په اوبو کې تر لاسه شوي دي.


د ايران د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويلي، هيله مند يو چې زموږ دښمنان بيا داسې تېروتنې ونه کړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса