Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د ګرجستان د ولسي جرګې رئيس له خپلې دندې استعفا وکړه

0
د ګرجستان د ولسي جرګې رئيس ايراکلي کوبه خيدزي نن له خپلې دندې استعفا وکړه.


تېره شپه په تبليسي کې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ اخ او ډب وشو.


نن په تبليسي کې د کوبه خيدزي استعفا د تبليسي د ښاروال کاخا کالادزي له خوا ولوستل شوه چې په عين حال کې د واکمن ګوند سرمنشي هم دى.


خو په داسې حال کې چې دغه استعفا خبريالانو ته لوستل کېدله، کوبه خيدزي هم په خونه کې حاضر و.


تر دې مخکې د ګرجستان د اپوزيسيون رهبرانو ويلي وو چې نن به بيا د تبليسي لارو کوڅو ته په مظاهره راووځي.


دوى د کوبه خيدزي تر څنګ د کورنيو چارو د وزير د استعفا غوښتنه لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса