Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د پروان امنيه قوماندان: تېره اوونۍ جنايي پېښې زياتې شوې وې

0
د پروان امنيه قوماندان وايي، تېره اوونۍ په دغه ولايت کې جنايي پېښې زياتې شوې وې.


خو مل پاسوال محفوظ وليزاده له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، دوى ځيني اقدامات وکړل: موږ وتوانېدو د دل اغا په مشرۍ د غير مسؤلو وسله والو غلو يوه ډله پيدا کړو چې په دغه بانډ کې ٦ کسان شامل وو، وسايط يې غلا کول او له خلکو يې په زوره پيسې اخيستې چې زما، د امنيتي ارګانونو او د پروان د پوليسو د اندېښنې سبب شوی و.


د پروان امنيه قوماندان وايي، د غير مسؤلو وسله والو غلو د دې ډلې ٤ کسان نيول شوي دي.


ښاغلى وليزاده وايي، د پاتې نورو ډلو په وړاندې به هم چې په غير قانوني کارونو کې ښکېلې ګڼل شوي، اقدامات په پام کې لري.


د پروان اوسېدونکي وايي، د جنايي پېښو د مخنيوي لپاره دې تر دې جدي اقدامات وشي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса