Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

سولې شورا: د بل پړاو خبرې به بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي

0
د افغانستان د سولې عالي شورا تمه وښوده چې د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ د بل پړاو مذاکرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقيمو مذاکرو ته زمينه برابره کړي.


دا څرګندونې په‌داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد پرون ويلي چې له طالبانو سره به يې د مذاکرو بل پړاو راتلونکې شنبه وشي.


د سولې عالي شورا وياند غفور احمد جاوېد نن په يوه ويډيويي پيغام کې وويل: "کومه ناسته چې د طالبانو د تحريک او ډاکټر صاحب خليل‌زاد ترمنځ کېږي، زموږ هيله او توقع دا ده چې دا به وکولاى شي چې د افغانستان د دولت او د طالبانو د تحريک ترمنځ د مستقيمو او رسمي خبرو اترو د لړۍ پيل شي او د دې تر څنګ افغانان دايمي سولې ته ورسېږي."


زلمي خليل‌زاد پرون په ټويټر کې ليکلي چې افغانستان او قطر ته يې سفرونو ته په پام سره ټول اړخونه د سولې په مسئله کې د چټګ پرمختګ غوښتنه لري.


زلمي خليل‌زاد تر اوسه د طالبانو استازو سره شپږ وارې د سولې خبرې کړې دي.


طالبان تر اوسه د افغانستان له حکومت سره مستقيمو مذاکرو ته نه دي حاضر شوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса