Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

چارواکي: په پکتیا کې د ناقانونه فعاليتونو په شک ١٨ کسان نيول شوي

0
د پکتيا چارواکي وايي، د بېلابېلو غير قانوني فعاليتونو په تړاو ١٨ مشکوک کسان نيول شوي دي.


ويل شوي چې دغه کسان په مرکز ګردېز او نورو سيمو کې د ځانګړو عملياتو پر مهال نيول شوي دي.


د والي وياند عبدالله حسرت نن رسنيو ته وويل، ١٢ کسان د ترورېستي فعاليتونو او ٦ نور د وسله والو غلاوو په شک نيول شوي دي.


ده زیاته کړه: د ګردېز ښار پر وضعيت به فوق العاده ښه تاثير ولري، دغو اشخاصو په بېلابېلو نورو مسايلو کې هم لاس درلود. د ګردېز ښار عمومي امنيتي وضعيت يې ګډوډ کړى و.


د پکتيا چارواکي وايي، نيول شويو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى او د نورو تحقيقاتو لپاره به عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса