Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

په غزني کې سلګونو کسانو د هدفي وژنو په خلاف لاریون وکړ

0
د یکشنبې په ورځ په غزني کې سلګونو تنو مدني فعالانو، سپین ږیرو، ځوانانو او ولسي خلکو په داسې حال کې یوه ولسي مظاهر وکړه چې د یوه وژل شوي مدني فعال مړی یې له ځان سره انتقالاوه.


دوی دغه مړی په ښار کې له ګرځېدو وروسته له غزني ښاره د پښتون اباد سیمې ته پلې یووړ او د کابل- کندهار لاره یې د څه وخت لپاره وتړله.


دغو مظاهره چیانو د غزني د محلي او نظامي ادارو پر ضد شعارونه ورکول او غوښتنه یې کوله چې په دغه ځای کې دې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي.


وژل شوی مدني فعال نقیب الله خاکسار د ژوند مدني ټولنې د یوه بنسټ مشر و چې د شنبې په ورځ په خپل کار ځای کې د ناڅرګندو کسانو له لوري ووژل شو.


په دغه پېښه کې درې تنه ټپیان شوي هم وو.


دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې ډېری وخت د ښار په منځ کې امنیتي سرتېري، دولتي کارکوونکي، مدني فعالان، قومي مشران، ځوانان او مخور د ناڅرګندو کسانو له لوري په نښه کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса