Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د يمن حوثي ياغيانو په عربستان کې پر يوه ملکي هوايي ډګر حمله کړې

0
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، د يمن حوثي ياغيانو په عربستان کې پر يوه ملکي هوايي ډګر حمله کړې ده.


دغه ائتلاف چې د دغو ياغيانو په وړاندې جنګېږي، وايي چې په پېښه کې يو کس وژل شوى او ٢١ تنه نور ټپيان شوي دي. 


د حوثي ياغيانو يوه وياند پرون ويلي وو چې د دوى وسله والو د سعودي عربستان په جنوب کې د بې پېلوټه الوتکو په مرسته ابها او جازان هوايي ډګرونه په نښه کړي دي. 


خو د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پر جازان هوايي ډګر د حملې خبر نه دى تأييد کړى. 


دغه ائتلاف وايي، پر ابها هوايي ډګر چې د يمن سرحد ته نږدې پروت دى، په حمله کې يو تن چې په عربستان کې مېشت د سوريې وګړى و، وژل شوى او ٢١ ملکيان ټپيان شوي دي. 


د روانې ميلادي مياشتې په پيل کې هم د حوثي ياغيانو د هغه ميزائيل په چاودنه کې چې ابها هوايي ډګر يې په نښه کړى و، ٢٦ کسان ټپيان شوي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса