Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

بغلان: د طالبانو له‌خوا د شمرق مجسمو د له منځه وړلو مخه نیول شوې

0
د بغلان پولیس وایي، د طالبانو د هغه برید مخه یې نیولې چې غوښتل یې د پلخمري په ختیځ کې د شمرق لرغونې مجسمې له منځه یوسي.


د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد بشارت ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو نن سهار وختي د دغو لرغونو مجسمو د ساتنې پر امنیتي پوستې برید وکړ چې امنیتي ځواکونو یې ډېر ژر مخه ونیوله.


ښاغلي بشارت زیاته کړه چې طالبان له سیمې تښتیدلي او امنیتي ځواکونه یې په تعقیب پسې دي.


د شمرق لرغونې مجسمې چې په یوه غره کې کښل شوې، د څو انسانانو او د فیلانو، اسونو او ښامارانو په ګډون د حیواناتو او د یوې ونې دي.


دغه مجسمې چې د سیمې اوسیدونکي یې «رګ بي بي» بولي شاوخوا ۴۰ کاله مخکې کشف شوې او ځینې یې د نامعلومو کسانو له‌خوا تخریب شوې دي.


دغه لرغونې مجسمې د پلخمري په تر ټولو امن سیمې کې دي چې له دې مخکې یې پر امنیتي پوستې حمله نه‌ده شوې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса