Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

چارواکي: د غنمو په حاصلاتو کې به ۴۲ سلنه زیاتوالی راشي

0
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د وروستۍ سروې له مخې سږکال به د غنمو په حاصلاتو کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راشي.


د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي دا کچه د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت له بهره د غنمو له وارداتو مخنیوی کوي: "په ټوله کې د افغانستان اړتیا څه باندې ۶ میلیونه مټریک ټنه ده، خو سږ کال وړاندوینه شوې چې له ۵ عشاریه ۱ میلیونه مټریک ټنه غنم به تولید لرو چې دا د تېر کال په پرتله ۴۲ سلنه ډېروالی ښیې چې په‌دې اساس افغانستان ځان بسیاینې ته نږدې شوی."


د یادونې وړ ده چې روان کال کې افغانستان کابو شپږ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري او د شمېرو له مخې روان کال کې به د غنمو کمښت شاوخوا ۹۰۰ زره مټریک ټنه وي.


دغه راز ټاکل شوې ده، روان کال پر بزګرانو د کیمیاوي سرې او اصلاح شویو غنمو د وېش کچه هم ۵۰ سلنه لوړه شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса