Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د فوټ‌سال لوبډله د ۲م مقام د ترلاسه کولو وروسته کابل راستنه شوه

0
د افغانستان د شل کلونو کم عمره د ځوانانو د فوټ‌سال لوبډله په اسیا جام سیالیو کې د دوهم مقام د ترلاسه کولو وروسته نن د سې شنبې په ورځ کابل راستنه شوه.


د بدني روزنې د ریاست ویاند عارف پیمان نن د سې شنبې په ورځ  ازادي راډيو ته وویل، د فوټ‌سال افغان لوبډله نن سهار د حامد کرزي په هوايي ډګر کې راښکته شوه او د ښه راغلاست لپاره يې پراخه ترتیبات نیول شوي وو.


دی وايي: "د ځوانانو د فوټ‌سال لوبډله تود هرکلي سره هېواد ته راستنه شوه، د دوی د هڅونې لپاره یوه پراخه غونډه هم جوړه شوې وه."




د اسیا د فوټ‌سال جام په سږنیو سیالیو کې ۱۲ لوبډلو ګډون کړی و.


د دغو لوبو په پایلوبه کې افغانستان له جاپان سره مخامخ وو چې یو د درې ګولونو په مقابل کې يې دا سیالۍ بایلوده.


افغانستان په نیمه پایلوبه کې اندونیزیا او منځ لوبو کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه، خو له ایرانه یې ماته خوړلې وه.


دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټ‌سال په اسیايي سیالیو کې دوهم مقام خپلوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса