Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

امريکا وايي په افغانستان کې یې دوه پوځيان وژل شوي

0
د امريکا د متحده ايالاتو پوځ وايي، نن د چهارشنبې په ورځ‌يې په افغانستان کې دوه پوځيان وژل شوي دي.


له دې سره په روان ميلادي کال کې په افغانستان کې د وژل شويو امريکايي پوځيانو شمېر شپږو ته ورسېد.


دا پېښه په‌داسې حال کې کېږي چې پرون د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ.


هغه په‌دې سفر کې وويل چې واشنګټن تمه لري چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې مخکې د سولې يوه موافقه وشي.


د امريکا پوځ په خپله اعلاميه کې د وژل شويو سرتېرو د وژنې د علت په اړه جزئيات نه‌دي ورکړي.


په اعلاميه کې ويل شوي، تر هغو چې د دغو سرتېرو کورنيو ته احوال نه‌وي ورکړل شوى، د هغوى بشپړ هويت نه‌روښانوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса