Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د اوکراين ولسمشر ولادیمير زلنسکي راتلونکې اوونۍ کاناډا ته ځي

0
د اوکراين ولسمشر ولادیمير زلنسکي راتلونکې اوونۍ کاناډا ته ځي چې د مرستندويانو په لوى کنفرانس کې برخه واخلي او له کاناډايي چارواکو سره خبرې وکړي.


د اوکراين د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويلي چې د جولاى له لومړۍ تر درېيمې به زلنسکي د کاناډا له صدراعظم جسټن ټرودو، د بهرنيو چارو وزيرې کريستيا فريلاند، د پارلمان له غړو او د تجارانو له استازو سره وګوري.


د اوکراين ولسمشر به په ټورنټو کې د اوکراين د اصلاحاتو په نوم کنفرانس کې هم برخه واخلي چې د کاناډا او اوکراين په کوربه‌توب د جولاى پر دوهمه پيلېږي.


په‌دغه کنفرانس کې به تر ٣٠٠ زيات کسان برخه واخلي چې په هغوى کې به د بهرنيو چارو وزيران، د نړيوالو ادارو مشران او د مدني ټولنې فعالان شامل وي.


په‌دغه کنفرانس کې به د اوکراين د اصلاحاتو د پروسې په اړه بحث وشي.


زلنسکي د مې مياشتې پر ٢٠مه د اوکراين د ولسمشر په توګه خپل دنده پيل کړه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса