Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

له فراه دوه موټره هندواڼې اذربایجان ته ورسېدلې

0
د فراه د سوداګرۍ او پانګونې ریاست وایي، له دغه ولایت نه دوه موټره هندواڼې د اذربایجان پلازمېنې باکو ته رسېدلې دي.


د یاد ریاست اجرائیوي امر حشمت نورزایي نن ازادي راديو ته وویل چې سږ کال په دغه ولایت کې د هندواڼو حاصلات زیات وو، خو د خرڅلاو بازار یې نه‌درلود.


ښاغلی نورزايي وايي: "له بده‌مرغه سږ کال بزګر د هندواڼو په برخه کې زیات زیانمن شول، خو ښه زېری دا دی چې موږ وکړای شول، دوه موټره هندواڼې په نمایشي ډول اذربایجان ته صادر کړو چې نن پلازمېنې باکو ته ورسېدل."


ښاغلی نورزایي وایي، سږ کال په فراه کې د هندواڼو حاصلات شااوخوا یو میلیون ټنو ته ورسېدل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса