Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

ناټو افغانستان کې د ۲ امريکايي پوځيانو پر وژلو خواشيني وښوده

0
د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د دوو امريکايي پوځيانو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه.


د امريکا د متحده ايالاتو پوځ وايي، نن‌يې په افغانستان کې دوه پوځيان وژل شوي دي.


د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ نن په بروکسل کې د ازادي راډيو خبريال ته وويل: "د ناټو متحدان، د امريکا متحد ايالاتونه او د ناټو نور شريکان او همکاران لا هم مرګ ژوبله ګالي. د هغو کسانو له کورنيو سره خواخوږي ښيم چې د خواږه عزيزان يې وژل شوي دي. دا پېښه په عين حال کې د سولې پيغام ورکوي چې هم افغانانو او هم د ناټو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوړي."


په روان ميلادي کال کې په افغانستان کې د وژل شويو امريکايي پوځيانو شمېر شپږو ته ورسېد.


دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې پرون د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ.


هغه په‌دې سفر کې وويل چې واشنګټن تمه لري چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې مخکې د سولې يوه موافقه وشي.


د امريکا پوځ په خپله اعلاميه کې د وژل شويو سرتېرو د وژنې د علت په اړه جزئيات نه‌دي ورکړي.


په اعلاميه کې ويل شوي، تر هغو چې د دغو سرتېرو کورنيو ته احوال نه‌وي ورکړل شوى، د هغوى بشپړ هويت نه‌روښانوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса