Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د پکتیا چارواکي: لاهم د صنعتي پارکونو ستونزه نه‌ده حل شوې

0
د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، لاهم په‌دغه ولایت د صنعتي پارکونو ستونزه نه‌ده حل شوې.


د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نصیر احمد عالمیار نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې شاوخوا ۱۲۰ بېلابېلې تولیدي فابریکې د استوګن ځایونو په منځ کې فعالیت کوي چې خلکو ته یې ستونزې یې جوړې کړې دي: "د پکتیا ولایت د شمال ختیځ په لوري دغه صنعتي پارکونه دي چې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه لري، خو وېش یې لاهم نه‌دی عملی شوی، یوازې پر کاغذ لیکل شوي او بس له بده‌مرغه سږکال هم ورته د سوداګرۍ او صنعت وزارت ورته بودجه ځانګړې کړې نه‌ده."


د ښاغلي عالمیار په خبره، د دغو صنعتي پارکونو د احاطې د دېوال جوړولو لپاره ۱۳۰ مېلیونه افغانۍ په نظر کې نیول شوې وې، خو کار پرې نه‌دی شوی.


نصیر احمد عالمیار اندېښنه وښوده چې سوداګرو او د تولیدي فابریکو د پانګه‌والو لپاره د یو مناسب ځای نه ټاکلو له امله هرکال له یوځای بل ته د فابریکو په انتقالېدو کې اقتصادي زیانونه اوړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса