Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

د پنټاګون سرپرست مشر افغانستان کې د خلیل‌زاد د هڅو ملاتړ کوي

0
د پنټاګون سرپرست مشر په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ له ماموریت څخه د واشنګټن د ملاتړ پر ژمنه یوځل بیا ټینګار وکړ.


ماریک ایسپر د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د متحدایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو کلک ملاتړ کوي.


ښاغلي ایسپر زیاته کړه: "امریکا له نورو متحدانو او شریکانو سره د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت بشپړ ملاتړ ته ژمنه ده او د سولې په خبرو کې د سفیر زلمي خلیل‌زاد د هڅو کلک ملاتړ کوو."


په عین حال کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرونۍ غونډې ته وویل چې دا ټلواله په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګښت ته ژمنه ده او همداراز په دې برخه کې د امریکا د هڅو ملاتړ کوي.


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تراوسه شپږځلې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره خبرې کړې دي.


په پام کې ده چې د دې خبرو اووم پړاو سبا- شنبې پیل شي.


طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو ډډه کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса