Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

دایکنډي: د طالبانو په برید کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۷ټپیان دي

0
په دایکنډي کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دې ولایت پر امنیتي پوستو د وسله‌وال طالبانو برید کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.


د دایکنډي د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ډګرمن نقیب الله نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: "طالب وسله‌والو تېره شپه ۱۲ بجې د ارزګان ولایت سره په پوله پرتې د کجران ولسوالۍ پر څلور امنیتي پوستو او د هلمند او دایکنډي ترمنځ سیمه کې پر دوو پوستو پراخ بریدونه کړي دي."


د ډګرمن نقیب الله په وینا، په‌دې بریدونو کې د ملي پولیسو او ولسي ځواک ۷ تنه وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.


د نوموړي په وینا طالبان یو ملکي کس هم په خپل کور کې وژلی دی.


د دایکندي د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر همدارنګه ویلي، د طالبانو بریدونه پراخ وو، خو د امنیتي ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې نه‌دي توانیدلي چې پوستې ونیسي او شاتګ یې کړی دی.


وسله‌والو طالبانو په‌دې اړه تبصره نه‌‌ده کړې، خو د دې ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي نن سهار رسنیو ته په یې استولې خبرپاڼې کې ادعا کړې چې د شنبې د ورځې راهېسې یې په ټول افغانستان کې ۵۰ لوی او واړه بریدونه کړي او په‌کې یې لسګونو افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса