Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

فاریاب چارواکي: پښتون کوټ ولسوالۍ کې ۵ کلي له وسله‌والو پاک شوي

0
فاریاب کې امنیتي چارواکي وايي، د مېمنې او بل‌څراغ ولسوالیو ترمنځ د لارې د پاکولو عملیات دوام لري او تر اوسه پورې یې د دې ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې پنځه کلي له وسله‌والو پاک کړي دي.


د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل: "دا عملیات د ملي پولیسو، ملي اردو او ولسي پاڅونونو له‌خوا په ګډه روان دي. تر اوسه پنځه کلي له طالبانو پاک شوي. په جګړو کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور یې ټپیان شوې دي. امنیتي ځواکونو څخه یو کس وژل شوی او یو ټپي دي."


د ښاغلي یورش په وینا عملیات دوام لري او تر اوسه په‌کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.


وسله‌والو طالبانو تر دې مهاله په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.


د بل څراغ ولسوالۍ د میمنې ښار په ۷۰ کیلومترۍ کې پرته ده چې په تېر یو کال کې د وسله‌والو طالبانو په کنټرول کې وه او څو ورځې مخکې حکومتي ځواکونو بېرته ونیوله.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса