Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2019

افغانستان ته د ناټو ملکي استازی: سولې ته د رسېدو لپاره فرصت کم دی

0
د افغانستان لپاره د ناټو لوی ملکي استازی وايي، په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره فرصت کم پاتې دی.


نیکلاس کې پرون پنجشنبې په بروکسل کې له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړي مرکه کې وویل، دی هیله‌مند دی چې د روان کال د سپټمبر میاشتې له پیل مخکې به له طالبانو سره د سولې یوه موافقه وشي:"دا یوازې د بهرنیو چارو وزیر پامپیو نه‌دی چې وايي هیله مند دی، د سپټمبر میاشتې له پیل مخکې به د سولې موافقه ترلاسه شي، بلکې زه له هر افغانه چې وینم یې دا خبره اورم. دا یوه ګډه هیله ده. څرګنده خبره ده چې وخت کم پاتې دي خو د افغانانو ترمنځ تراوسه کوم تفاهم یا خبرې نه‌دي شوي."


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره سې شنبې کابل ته د سفر پرمهال هیله څرګنده کړه چې د سپټمبر میاشتې له پیل مخکې به له طالبانو سره د سولې یوه موافقه وشي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса